۰

د چارو ادارې د سلاکارانو د انسجام ریاست مرستیال ټپي شوی دی

پنجشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۷
د چارو ادارې مشر فضل فضلي تاییدوي، چې کابل ښار کې د نن سهار په چاودنه کې د چارو ادارې د سلاکارانو د چارو د انسجام ریاست مرستیال محمد جاوید ولي ټپي شوی دی.
د چارو ادارې د سلاکارانو د انسجام ریاست مرستیال ټپي شوی دی
د چارو ادارې مشر فضل فضلي تاییدوي، چې کابل ښار کې د نن سهار په چاودنه کې د چارو ادارې د سلاکارانو د چارو د انسجام ریاست مرستیال محمد جاوید ولي ټپي شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نن پنشنبې د مرغومي ۱۱ مه سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند د چهلستون په سیمه کې په یوه کرولا ډوله موټر ماین چاودنه وشوه.

د کابل پولیس وايي، په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیسو په دې اړه چې ټپي کسان څوک دي، معلومات نه دي ورکړي، خو د چارو ادارې لوی رییس فضل فضلي وایي، دغه چاودنه د دوی د ادارې د کارمندانو په موټر شوې ده.

نوموړي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په دې چاودنه کې د چارو ادارې د سلاکارانو د چارو د انسجام ریاست مرستیال محمد جاوید ولي ټپي شوی او موټر چلوونکي یې حاجي بهرام الدین وژل شوی دی.
 
د هغه په وینا چاودنه د مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې او دا ښيي، چې د افغانستان دښمنان د ملکي او نظامي ادهدافو تر منخ هېڅ توپیر نه کوي، بلکې خپله جګړه یې د افغانستان د ټولو خلکو پر وړاندې اعلان کړې ده.

تر اوسه پورې د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دي اخیستی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې پلازمېنه کابل کې هره ورځ چاودنې رامنځ ته کېږي، چې تر ډېره یې قرباني ملکي وګړي دي.

امنیتي چارواکي وايي، دا کار د عبیده کاروان په نوم د طالبانو د یوې شبکې دي، چې غواړي په مذاکراتو کې امتیاز تر لاسه او د ولس او دولت تر منځ واټن رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي