سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله ۱۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د وري ۱۱ مه له غرمې مخکې د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ په کلفت بندر کې رامنځ ته شوې.
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، چاودنه په یوه کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي، چې درې تنه په کې امنیتي سرتېري دي.
دی وايي، په وژل شویو کې یو ماشوم او یو بل کس شامل دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:بلخ