د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، کابل کې د شاه او عروس بند چې په شکر درې ولسوالۍ کې موقعیت لري، چارې هم بشپړې او د اوبو ذخیره کول په کې پیل شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د یادې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک وايي، ډېر ژر به د دغه بند رسمي پرانسته وشي.
نوموړي زیاته کړه، چې له شاوخوا یوې لسیزې وروسته د شاه او عروس په بند کې د اوبو د ذخيره کولو پروسه تېره شپه پیل شوه.
د یادې ادارې په وینا دغه بند ۱.۲ مېګاواټه بريښنا د تولید ظرفیت لري، ۲۷۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او دغه راز ۹ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.
د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د دې بند په پرانیستې سره به سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
د یادونې ده، چې وړمه ورځ بدخشان کې د شورابک اوبو او برېښنا د بند چارې هم بشپړې شوې، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا تر کمال خان بند وروسته درېیم بند دی، چې چارې یې بشپړېږي او د اوبو ذخیره کولو بهیر په کې پیلېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل