۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

۲۰ هېوادونه له افغانستانه د ایستل کېدو کسانو په لږد پروسه کې راسره همکار دي

دوشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۵۹
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، له افغانستان د ایستل کېدونکو کسانو د لېږدو پروسه کې ۲۰ هېوادونه راسره همکار دي.
۲۰ هېوادونه له افغانستانه د ایستل کېدو کسانو په لږد پروسه کې راسره همکار دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، له افغانستان د ایستل کېدونکو کسانو د لېږدو پروسه کې ۲۰ هېوادونه راسره همکار دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا وایي د جولای میاشتې له وروستیو ورځو تر دې دمه یې له افغانستان شاوخوا ۳۰ زره کسان ایستلي دي.

بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې یې له مېشتو امریکايي وګړو او هغو کسانو سره اړیکه نیولې چې له افغانستان د ایستلو لپاره یې د دوی اړین شرایط پوره کړي دي.

د هغه په وینا دوی ته ویل شوي چې په ټاکلي وخت په ټاکلي ځای کې حضور ولري او په منظمه توګه به یې د ایستلو پروسه روانه وي.

هغه وایي چې د نړۍ په څلورو لویو وچو کې شاوخوا ۲۰ هېوادونه دې ته تیار شوي چې ایستل کېدونکو کورنیو ته په موقته توګه ځای ورکړي.

بلېنکن دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، تمه لري، چې د اګست له وروستۍ نېټې د ایستل کېدو پروسه ونه غځېږي او بشپړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي