۰

برېتانیا: له طالبانو سره له تعامل پرته بله لار نه لرو

پنجشنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۳
د برېتانیا لومړی وزیر بوریس جانسون وايي، هېواد یې له طالبانو سره تعامل ته ادامه ورکوي، ځکه په وینا یې له تعامل پرته بله لار نه لري.
برېتانیا: له طالبانو سره له تعامل پرته بله لار نه لرو
د برېتانیا لومړی وزیر بوریس جانسون وايي، هېواد یې له طالبانو سره تعامل ته ادامه ورکوي، ځکه په وینا یې له تعامل پرته بله لار نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جانسون دغه څرګندونې د برېتانیا پارلمان ته په یوه استجوابیه غونډه کې د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او ډېر مسایل ورته د اندېښنې وړ دي، چې په وینا یې د دې ستونزو د حل لپاره باید د طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړل شي.

جانسوس ټینګار کړی، چې دوی له دې پرته بله چاره نه لري، چې له طالبانو سره تعامل وکړي او بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي.

د برېتانیا لومړی وزیر زیاتوي، په افغانستان کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ده او په وینا یې که وضعیت همداسې دوام کوي نو په دغه هېواد کې به ناورین رامنځ ته شي.

نوموړي ټینګارک ړي، چې برېټانیا په خپل وار هڅه کوي چې پر وخت بشري مرستې ورسوي او له نوي حکومت سره خپل تعامل ته ادامه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي