۰

د اروزګان والي وايي ګن شمېر طالبان سولې ته تیار دي

دوشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۵
د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وایي، ګڼ شمېر وسله وال طالبان سولې ته تیار دي او غواړي چې وسله پر ځمکه کېږدې او سوله وکړي.
د اروزګان والي وايي ګن شمېر طالبان سولې ته تیار دي
د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وایي، ګڼ شمېر وسله وال طالبان سولې ته تیار دي او غواړي چې وسله پر ځمکه کېږدې او سوله وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والي ویلي، د سولې په تړاو وسله والو طالبانو ورسره اړیکه نیولې، چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي.

د هغه په وینا که طالبانو ته د امن کورونه او کار اسانتیاوې رامنځ ته شي، نو ډېری طالبان به وسلې پر ځمکه کېږدي او له جګړې به لاس واخلي.

د اروزګان والي هیله ښودلې، چې حکومت دا کار وکړي او طالبانو ته امن سیمې او د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې په دې وروستیو کې په اروزګان ولایت کې جګړې شدت هم کم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې سرچینې وايي، په یو شمېر ولایتونو کې او دغه راز حکومت هم هڅه کوي، چې د امن سیمو په رامنځ ته کولو د سولې خبرو ته لار هواره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي