د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې درې صنعتي فابریکې پرانیستې.
د دې ډلې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر نن دوشنبې (د غوايي ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو فابریکو کې د ITOC فارما، افغان درمل او د شمس کولا د نرمو مشروباتو فابریکې شاملې دي.
ملا برادر د دغو فابریکو د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، چې د هر هېواد اقتصادي وده له صنعتي فعالیتونو څخه سرچینه اخلي او له نېکه مرغه د طالبانو په راتګ سره افغانستان د صنعتي کېدو پر لور خپل سفر پیل کړ.
هغه زیاته کړه، چې اوسمهال افغانستان په ځینو برخو کې پر ځان بسیاینې ته رسېدلی او دا د اقتصادي ثبات په لور یو مهم ګام دی.
طالبانو له پانګوالو وغوښتل چې خپل تولیدات د شته معیارونو مطابق بازار ته وړاندې کړي او د ټیټ کیفیت له تولید څخه دې ډډه وکړي، ځکه د طالبانو امارت کیفیت او معیارونو ته لومړیتوب ورکوي.
د طالبانو ډلې ویلي چې د ایتوک فارما د درملو په فابریکه کې یې لس میلیونه ډالره پانګونه کړې چې په پیل کې به ۵۰ ډوله بېلابېل درمل تولید کړي.
په میډسان کې د افغان درمل جوړولو فابریکه کې چې لسګونه ډوله درمل تولیدوي، ۱۶ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.
د شمس کولا د نرمو مشروباتو په فابریکه کې اوس هم میلیونونه ډالر پانګونه شوې او بېلابېل تولیدات لري.
جمهورخبري آژانس