۰

ټرمپ نن د داعش د برخلیک په اړه مهمه اعلامیه خپروي

شنبی ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۸
راپورونه وايي، ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن شنبې د سلواغې ۲۷ مه سوریه کې له داعش سره د جګړې په اړه مهمه اعلامیه خپره کړي.
ټرمپ نن د داعش د برخلیک په اړه مهمه اعلامیه خپروي
راپورونه وايي، ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن شنبې د سلواغې ۲۷ مه سوریه کې له داعش سره د جګړې په اړه مهمه اعلامیه خپره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون جمعه ویلي، چې د سوریې په اړه او هلته د داعش د له منځه وړلو په برخه کې مهمه بیانیه لري او دا به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې خپره کړي.

ټرمپ دغه اعلامیه پر داسې مهال خپروي، چې څو ورځې وړاندې یې ویلي و، سوریه او عراق کې داعش ډلې ۹۹ سلنه سیمې له لاسه ورکړې او دا ډله نور ماته شوې ده.

هغه دا هم ویلي و چې ډېر ژر به د خپلو متحدینو په ګډون د داعش څخه د ټولو سیمو د نیولو اعلان وکړي.

ټرمپ دغه اعلامیه پر داسې مهال ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانې مشر جنرال جوزف ووټل ویلي و، چې له سوریې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته باید هلته د سوریې دموکراتیک ځواکونه تجهیز شي او پر داعش نور فشار هم راوړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي