ټاکل شوې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ستراتېژیک ګډون یو مهم تړون د ترکمنستان پلازمېنه عشق آباد کې لاسلیک شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې موخه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پرون چهارشنبې ناوخت مهال ترکمنستان ته تللی دی.
د ولسمشر ویاند هاروان چخانسوري وایي، ولسمشر غني به له خپل ترکمن سیال قربان قلي بردي محمدوف سره وګوري او د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتېژیک مشارکت تړون به لاسلیک کړي.
دغه راز چخانسوري زیاتوي، چې د ولسمشر غني او ولسمشر محمدوف پر وړدندې به د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د همکاریون ګڼ نور سندونه هم لاسلیک شي.
د هغه په وینا په دغه سندونو کې مهم یې د اورګاډي د کرښې په برخه کې د همکاریو سند ، نفت او ګاز، فرهنګي او ګمرکي همکارۍ سندونه شامل دي.
باید و ویل شي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په ستراتیژيک تړون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کېږي، خو په دې برخه کې نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
ولسمشر غني به د دغه تړونونو تر لاسلیک وروسته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو په انستېتیوت کې وینا هم وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل