ځايي سرچينې وايي، چې په غور او هرات ولايتونو کې سېلابونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغو سېلابونو شنبې د غوايي په ١٥مه د غور ولايت د "خم سلطان زوى" او "ميسګران" په کليو کې د يوې ښځې په ګډون درې تنه وژلي دي.
سرچينې زياته کړې، چې تېره ورځ د "خيم سلطانزوى" په سيمه کې د يوې ښځې او يوه سړي مړي موندل شوي دي.
دغه راز د غور ولايت د ميسګران اوسېدونکي هم وايي، چې په دغه کلي کې د سېلابونو له امله يو ١٢ کلن ماشوم مړ شوى دى.
بل خوا د هرات د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکو هم په دې ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، سېلابونو په دې ولسوالۍ کې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې ده.
ويل کيږي چې په ادرسکن ولسوالۍ کې هم په لسګونو کورنۍ د سيلابونو د راوتلو له امله د خپلو کورونو پريښودلو ته اړې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې له بېلابېلو ولايتونو څخه د ويجاړو سېلابونو راپورونه ورکړل شوي دي.
جمهورخبري آژانس