د بغلان په برکې ولسوالۍ کې عامه سرچینې وايي چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو له طالب جنګیالیو سره نښته کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د ثور په ١٥مه، د بغلان ولايت په برکه ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پر سر د سيمه ييزو اوسېدونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ رامنځته شوې ده.
ويل کيږي چې په دې جګړه کې دوه تنه وسله وال طالبان او دوه تنه سيمه ئيز اوسيدونکي ټپيان شوي دي چې يوه اندازه وسله هم په کې کارول شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې دغه شخړه د تاجک او ازبک طالبانو او پښتنو طالبانو تر منځ د تاوتريخوالي لامل هم شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پښتون طالبانو خپل ازبک او تاجک ملګري نيولي او د بغلان امنيه قوماندانۍ ته تر سپارلو وروسته يې بنديان کړي دي.
جمهورخبري آژانس