۰

افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره هڅې پیل کړې

چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۱
د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې پیل کړې دي.
افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره هڅې پیل کړې
د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې پیل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي، د سیمې او نړۍ له ځینو بانفوذه هېوادونو سره په دې اړه بحثونه روان دي.

احمدي په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، چې دغه بحثونه کله او د کوم هېواد له خوا پیل شوي، خو زیاته یې کړه، ټولې هڅې پر دې راټولې دي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی او تر ټاکنو وروسته به د سولې هڅې نورې هم چټکې شي.

احمدي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغان حکومت ته یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې د منلو وړ دي.

که څه هم احمدي په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و مسکو به ډېر ډژ د افغان سولې په تړاو یوه غونډه جوړه کړي.

نوموړي زیاته کړې وه، مسکو هڅه کوي له امریکا، چین او پاکستان سره د اکتوبر په میاشت کې د افغان سولې لپاره یوه غونډه هم جوړه کړي.

کابلوف دا هم ویلي وو، چې د سولې په اړه یې له طالبانو سره هم تماسونه نیولي، خو لا هم پرې کار روان دی او نېټه یې تر اوسه دقیقه نه ده.

افغان حکومت پر داسې مهال له طالبانو سره د مستقیمو مذاکراتو د پیل لپاره د هڅو خبر ورکوي، چې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی اسلام آباد ته تللی او له پاکستاني پوځي او ملکي چارواکو سره به پر افغان سوله خبرې وکړي.

په همدې وخت کې وسله والو طالبانو هم ویلي، چې د دوی د قطر د دفتر د مشر او د امارت د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی نن چهارشنبې د تلې ۱۰ مه د اسلام آباد په رسمي بلنه پاکستان ته تلونکی دی.

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په ټوېټر لیکلي، چې ښاغلي برادر او ورسره پلاوی به له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره پر سوله خبرې وکړي.

په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي، چې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالاانشا مشر محمد عمر داودزی هم نن اسلام آباد ته ځي، خو دولتي سرچینو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي