د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیقي صدیقي وایي، افغان حکومت د چین په بین افغاني ناسته کې د ګډون کوونکو نوملړ نهايي کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له رسنیو سره خبرو کې تایید کړې، چې د کډونوالو نوملړ وروستی شوی خو دا یې ونه ویل، چې په دې لېست کې څوک شامل دی.
صدیقي که څه هم د کډون کوونکو کسانو نومونه نه دي په ډاګه کړی، خو چین ناسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د زمینې برابرو لپاره مهم بللی دی.
نوموړي ویلي، د دې لپاره چې د افغان دولت له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي د چین ناسته مهمه ده او کېدای شي په همدې پروسه کې دې ته زمینه برابره شي، چې د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.
ټاکل شوې وه، د چین پلازمېنه بېجنګ کې د چین په کوربتوب بین الافغاني ناسته د تېرې میلادي اکتوبر په ۲۹ مه او ۳۰ مه تر سره شي، خو د نامعلومه دلایلو له امله وځنډه، او تر اوسه نه ده معلومه، چې څه وخت به جوړه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل