د جرمني دفاع وزیره اینګریټ کراپ کرینبوور هېواد یې غواړي، په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ په موخه د خپلو ځواکونو ماموریت وغځوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن اینګریټ کراپ کرینبوور چې پرون په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلې په مزار شریف کې له خپلو سرتېرو سره لیدلي او ویلي یې دي، جرمني له ناټو سره په ګډه د افغانستان لپاره د خپل ماموریت غځول غواړي.
نوموړې ویلي« باید ووایم چې کوم کار موږ په افغانستان کې پیل کړی دی، باید تر بشپړېدو پورې یې دوام ورکړو، دا یو ډیر اوږد او سخت ماموریت دی خو موږ وینو چې پرمختګونه هم شوي دي.»
د هغې په وینا د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۳۱مه یې د افغانستان لپاره ماموریت ختمېږي، خو جرمني هم د نورو په څېر په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته کول غواړي او د ماموریت غځولو ته لېواله هېواد دی.
د جرمني د دفاع وزیره اینګریټ کراپ کرینبوور وايي، په افغانستان کې یې دا مهال زر تنه سرتېري پراته دي او دا یې د ناټو په چوکاټ کې د ماموریت د تمدید هرکلی او ملاتړ کوي.
ویل کېږي مېرمن کراپ کرینبوور به نن سه شنبې د لیندۍ ۱۲مه په ارګ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وګوري او پر یو لړ موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل