د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، وسله والو ډلو د روژې په لومړیو ۱۰ ورځو کې ۱۱۶ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون زیاته کړې، چې وسله والو ډلو د ثور له ۵مې تر ۱۶مې پورې ۴۳ ملکیان وژلي او ۷۳ یې ژوبل کړي دي.
د کمېسیون د مسوولینو په وینا په وژل شویو ملکیانو کې ښځې او ماشومان زیات دي او دا ښيي چې د تاوتریخوالي په کچه کې هېڅ کموالی نه دی راغلی.
سرچینه زیاتوي تر ډېره ملکیان د سړک غاړې ماینونو، هدفي بریدونو، راکټي بریدونو او ځانمرګو بریدونو کې قرباني شوي دي، چې زیاته پېښې یې په کابل، غزني، لوګر، کندهار، پکتیا او هلمند کې شوې دي.
د راپور له مخې د دغو ملکي تلفاتوو ۶۸ سلنه مسوولیت د طالبانو او ۱۶ سلنه د افغان دولت پلوه ځواکونو خو د پاتې تلفاتو مسوولیت د نورو ترهګرو ډلو پر غاړه دی.
یاد کمېسیون د ملکي تلفاتو زیاتوالي ته په اندېښنه ویلي چې ښکیل لوري باید د روژې په احترام، د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر، د افغان ولس او ملګرو ملتونو او نړیوالو په غوښتنه اوربند ته غاړه کېږدي.
جمهورخبري آژانس:کابل