سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د یوه ویشتل شوي هاوان مرمۍ په یوه کور لګېدلې او درې ماشومان یې وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د غبرګولي ۱۰ مه ماسپښین مهال د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالې رامنځ ته شوې ده.
د پروان چارواکي وايي، هاوان د وسله والو طالبانو له خوا د افغان ځواکونو پر پوسته توغول شوی و، چې په یوه کور لګېدلی او درې ماشومان یې ټپیان کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له پېښې وروسته د سیمې خلک د اعتراض په ډول راوتلي او ګومان کوي، چې دا هاوان د افغان ځواکونو له خوا وار شوی دی.
جمهورخبري آژانس:پروان