د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند حنیف اتمر د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر المار محمد یاروف سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه اړیکه کې دواړولورو د دوه اړخیزه او افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان تر منځ د درې اړخیزه اړیکو پر پراختیا، د هوکړه لیکونو په پلي کولو، سوداګرۍ پراختیا، ترانزیټ، مخابرانو په ځانګړې توګه نوري فایبر باندې خبرې کړې دي.
ښاغلي اتمر له اذربایجاني سیال څخه غوښتي، چې د افغانستان د صادراتو په ځانګړي ډول د مېوو، سبزیو او مرمر ډبرو د صادرولو په برخه کې زمینه برابره کړي او دغه راز له اذربایجان څخه افغانستان ته د نفتي موادو د واردولو په برخه کې همکاري وکړي.
اتمر د درې اړخیزه اړیکو په پراختیا کې ټینګار کړي، چې د لاجورد لارې تړون او دغه راز د درې واړه هېوادونو تر منځ سوداګرو ته د اسانتیاو رامنځ ته کولو زمینه برابره شي.
د لارجود لار چې افغانستان د منځنۍ آسیا له لارې د اروپا سره نښلوي، د سیمې د هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره ډېره ګټوره او لنډه ده.
په دې لارې د افغانستان صادرونکي توکي د آقینې او تورغندۍ بندرونو له لارې ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان، ترکیې ته ځي او له هغه ځایه بیا اروپا ته لېږل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل