رویټرز خبري اژانس وايي، یو شمېر لویدیزو هېوادونو د خطرناکو طالب بندیانو ازادولو سره مخالفت ښودلی او دې برخه کې یې د افغان حکومت له دریځ ملاتړ کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اژانس د خپلو سرچینو په حواله ویلي، لویدیز قدرتونه په افغانستان کې په سترو چاودنو کې د تورنو طالب بندیانو ازادولو سره مخالف دي او دې برخه کې د افغان حکومت له دریځ ملاتړ کوي.
ویل کیږي چې دې کار بین الافغاني خبرې چې ټاکل شوې د جون په وروستیو کې په قطر کې ترسره شي د ځنډېدو له خطر سره مخ کړې دي.
افغان چارواکو او لویدیزو دیپلوماتانو رویټرز ته ویلي، د بندیانو د خوشې کولو مسله د دواړو لورو تر منځ داسې لوی خنډ دی چې، که حل شي نو په ډېر احتمال سره به په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ ویلي، افغانستان کې د سولې په اړه بین الاافغاني خبرې تر بل هر وخت نېږدې شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل