د عرب پارلمان اتحادیې مشر عاطف الطراونه وایي، فلسطین د عرب هېوادونو لپاره مهمه مسئله وه او وي به. نوموړي زیاته کړې چې دوی به دا هېواد هیڅکله اشغالګرو ته یوازې پرېنږدي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هغه ویلي، فلسطین هغه هېواد دی چې له ډېرې مودې راهیسي د اسراییل له لوري له ستونزو او ګړاوونو سره لاس او ګریوان دی.
نوموړي زیاته کړې، اسراییل باید د فلسطین د لویديځې غاړې الحاق په اړه غور وکړي ځکه چې په خبره یې، دا چاره به د اسراییل لپاره بدې پایلې ولري.
هغه د عرب هېوادونو د پارلمان پر رییسانو غږ کړی دی چې پر خپلو حکومتونو فشار راوړي څو د دې ننګونکې طرحې پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل