سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید شوی، چې له امله یې شپږو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید تېره شپه (د تلې ۹مه) د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر افغان ځواکونو شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د برید د پخلي تر څنګ وایي، په دغه برید کې څلور سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوی دي.
خو ځینې سرچینې بیا وایي، په دغه برید کې تر ۱۵ پورې سرتېري وژل شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:هلمند