۰

زابل:د پولیسو په یوه مرکز په ډلیز برید کې څلور پولیس وژل شوي دي

دوشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې زابل ولایت کې د پولیسو په یوه مرکز د طالبانو په دلیز برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زابل:د پولیسو په یوه مرکز په ډلیز برید کې څلور پولیس وژل شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې زابل ولایت کې د پولیسو په یوه مرکز د طالبانو په دلیز برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا طالبانو تېره شپه (د سلواغې ۲۶ مه) د مرکز کلات ښار اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د پل سنګي په سیمه کې د پولیسو په یوه قرارګاه برید کړی دی.

د زابل امنیه قوماندان سمونوال حمکت الله کوچی وايي، د طالبانو په برید کې څلور پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې په متقابل برید کې دوه تنه طالبان هم وژل شوي او درې ته ټپیان شوي، چې د یوه وژل شوي بریدګر جسد هم په سمیه کې پاتې دی.

امنیه قوماندان ویلي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او جزیات به یې وروسته شریک شي خو یوې امنیتي سرچینې ویلي، برید د طالبانو یوه نفوذي کس کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې یوه نفوذي پولیس په خپلو همکارانو برید کړی۱۱ تنه یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د سرچینې په وینا په یاد مرکز کې ټولټال ۱۷ پوليس موجود وو چې تر نفوذي برید وروسته جګړه هم پرې شوې.

دغه منبع ویلي، چې د ۷ پولیسو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي دوه تنه ټپیان او درې تنه نور پولیس طالبانو ژوند له ځان سره بېولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي