د سولې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د نورو سیمه ییزو مسایلو تر څنګ پر افغان سوله او افغانستان کې پر روان وضعیت هم غږېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تاس خبري آژانس د لاوروف له قوله ویلي، چې روسیه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې غوښتونکې ده.
لاورف ټینګار کړی، چې روسیه د سولې د روان بهیر د بریالیتوب لپاره هڅې کوي او په همدې خاطر یې د امریکا، چین، روسیې، او پاکستان ګډه ناسته (ترویکا) رابللې وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې دوی به د سولې د راوستو لپاره د ورته غوندو جوړلو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې او افغانستان د ګاونډیو هېوادونو همکاري اړینه بللې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې د افغان سولې لپاره باید نړیواله اجماع لا پیاوړې شي.
جمهورخبري آژانس:کابل