سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې یو ملا امام په ډزو وژل شوی او دغه راز ننګرهار کې بیا ماین چاودنې درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې پرون شنبې د غبرګولي ۸ مه د لغمان په مرکز مهترلام او د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.
د لغمان مطبوعاتي دفتر وايي، وسله والو کسانو تېره شپه د مهترلام په ګومین سیمه کې د قاري غورځنګ په نوم یو ملا امام په ډزو وژلی دی.
چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
بل خوا د لغمان ګاونډ ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې دوه ملکیان وژلي او یو بل ټپي دی.
د ننګرهار چارواکو هم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پکتیکا ولایت د ګیانې ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان بیار خان هم د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان او ننګرهار د پېښو مسوولیت چا نه دی اخیستی خو د ګیانې د پخواني امنیه قوماندان د وژل کېدو مسوولیت طالبانو اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار