د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان وايي، دوی هڅه کوي افغانستان کې بندي امریکایي وګړي له بند خوشي کړل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سلیوان په یوه مرکه کې ویلي، امریکا په ټوله نړۍ کې د خپلو وګړو د خوشي کولو په لټه کې ده چې دا هڅې په افغانستان کې هم روانې دي.
نوموړي زیاته کړې، دوی غواړي هغه امریکایي وګړی هم د نوي حکومت له بنده خوشی شي چې د ډسمبر په لومړیو کې په افغانستان کې نیول شوی دی.
سلیوان وايي، دا مذاکرات او بحثونه په لوړه کچه روان دي او په خبره یې امریکا د خپلو وګړو خوندیتوب ته ژمنه ده.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې، چې په ایران او روسیه کې هم د بندي امریکایي وګړو د خوشي کولو لپاره هڅې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل