۰

ملګرو ملتونو کابل کې د خپل کارکوونکي وژل کېدل غندلي

دوشنبه ۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۳۱
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې د یاد سازمان پر یوه موټر برید په سختو ټکو غندلی او په کې یې د یوه کارکوونکي او ملکي کسانو پر ټپي کېدو خواشني ښودلې ده.
ملګرو ملتونو کابل کې د خپل کارکوونکي وژل کېدل غندلي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې د یاد سازمان پر یوه موټر برید په سختو ټکو غندلی او په کې یې د یوه کارکوونکي او ملکي کسانو پر ټپي کېدو خواشني ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون یکشنبې د لیندۍ ۳ مه کابل کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یوناما په یوه موټر په کابل کې د لاسي بم برید شوي، چې په کې د دغه سازمان یو کارکوونکی وژل شوی او د دوه کارکوونکو په ګډون پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي د اسوشیټدپرس خبري آژانس ته ویلي چې په برید کې یو بهرنی وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان دي.

خو ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې دغه برید په کلکو ټکو غندلی او د وژل شوي کارکوونکي او ملکي وګړو په ټپي کېدو یې ژوره خواشني ښودلې ده.

د دغه سازمان په بیانیه کې راغلي، سره له دې چې د ملګرو ملتونو پر نقلیه وسایطو باندې ددې سازمان ټاپه او نښه وي او دا په ډاګه کوي چې نقلیه وسیله د دغه سازمان ده، خو بیا هم برید پر شوی دی.

ملګرو ملتونو پر حکومت او اړوندو چارواکو غږ کړی دی چې په ډیرې چټکۍ سره دي ددې برید تحقیقات وکړي او عاملین دې یې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

تر اوسه کومې ډلې ددې برید مسولیت نه دی منلی او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي