په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي، په هېواد کې ترهګرو ډولو ته د فعالیت زمینه وسله والو طالبانو برابره کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن راز دغه څرګندونې پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۵ مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونده کې کړې دي.
نوموړي په دغه غونډه کې د افغانستان د روان امنیتي وضعیت، له ترهګرۍ سره د مبارزې، له طالبانو سره د سولې د خبرو او په افغانستان کې د شویو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
هغې د یوناما له مشرتابه څخه د افغانستان سره د مرستو څخه مننه وکړه او دغه راز یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځوانانو د استازې په توګه د عایشه خرم راتګ د نوي افغانستان یوه بېلګه وبلله.
نوموړې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د دولت لخوا د بېلابېلو قوانیونو او مسودو یادونه وکړه او هغه یې د هېواد په خپلو پښو درېدلو پر لور غټ ګامونه وبلل.
مېرمن راز په افغانستان کې د سولې پروسې په اړه د ولسمشر غني له اقداماتو د امنیت شورا ته معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د نړیوالو هېوادونو د ملاتړ څخه مننه وکړه.
آغلې راز په افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلې د موجودیت یادونه وکړه خو طالبان یې ګرم وبلل چې د دغه وضعیت د راوستلو او دغو ډلو راتګ ته یې لار پرانیستې ده.
هغې د خپلو خبرو په پاې کې وویل چې اوس د ټولو هغو هڅو د زیاتولو وخت راغلی چې په تېرو څو کلونو کې مو د اقتصادي پرمختګ، سولې او ګڼو نورو برخو کې کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل