د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشرانو منظور پښتین او محسن داوړ په کابل او ننګرهار کې د تېرې ورځې خونړي بریدونه غندلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې منظور پښتین په یو پیغام کې ویلي، لسیزې تېرې شوې خو د افغان په خاوره جګړې ته د پای ټکی کېنښودل شو.
نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې پر جنازه او روغتون تازه ترسره شوي بریدونه یوازې د غندلو نه دي بلکې په وینا یې چې نړیوال باید هغو ژمنو ته پام وکړي چې ویلي یې وو دغه هېواد کې به سوله تامینوي.
ښاغلی پښتین وايي، افغانستان ته د نړیوالو لخوا د سولې راوستلو د ژمنې نه پوره کول به د افغانانو د سولې په ارمان پورې خندا او تمسخر وي.
په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مشر محسن داوړ بیا لیکلي په خپل وطن کې جنګ راپسر دی، دلته هم زه مرم هلته هم زه مرم.
نوموړي زیاته کړې«موږ د دغو پېښو په کلکه غندنه کوو او په ټول ملت د اتفاق غږ کوو چې نور باید د مکار دښمن پر وړاندې لاسونه سره یو کړو.»
د یادونې ده، چې پرون په کابل کې په روغتون او په ننګرهار کې په جنازه ځانمرګی برید وشو، چې په کې لسګونه ملکی وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ملي امنیت شورا وايي، تېره ورځ په کابل او ننګرهار کې د طالبانو او د هغوی د حامیانو په بریدنو کې ۵۱ ملکیان وژل شوي او ۱۱۵ نور ژوبل دي.
جمهورخبري آژانس:کابل