د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د ولسمشر غني او عبدالله سیاسي هوکړې ته غبرګون کې دا یوه ناکامه پخوانی تجربه بللې وايي، د بندیانو د خلاصون پروسه باید تکمل شي تر چې بین الاافغاني مذاکرات پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین په خپل ټوېټر پاڼه یو وار بیا د دوحې د تړون عملي کولو باندې تيڼګار کړي او هغه یې د افغانستان د ستونزې حل بللی دی.
شاهین پرته له دې چې د ولسمشر غني او عبدالله د هوکړې په اړه صراحت ورکړي هغه یې یوه ناکامه تجربه بللې ده.
نوموړي ویلي، په کابل کې چې څه روان دي، د پخوانیو ناکامه تجربو تکرار دی.
ده د بندیانو خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو ژر پیلیدل اړین بللي ویلي یې دي، د دوحې تړون ته د خنډونو رامنځ ته کولو څخه د ډډه وشي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ټینګار کړي، چې د بندیانو د خلاصون پروسه باید تکمیل شي او هر څه ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
د یادونې ده، چې امریکا هم ویلي له طالبانو سره د یې د بین الاافغاني خبرو د پیل پر نېټه باندې خبرې کړې دي او ډېر ژر به دغه نېټه اعلان شي.
جمهورخبري آژانس:کابل