۰

پر امریکايي جنرالانو د ټرمپ نیوکه، که دا جنرالانو وو نور به هم نړۍ کې سپک شو

چهارشنبه ۷ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۰
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د افغانستان په تړاو په امریکايي پوځ په ځانګړې توګه د هغوی پر جنرالانو سختې نیوکې کړې دي.
پر امریکايي جنرالانو د ټرمپ نیوکه، که دا جنرالانو وو نور به هم نړۍ کې سپک شو
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د افغانستان په تړاو په امریکايي پوځ په ځانګړې توګه د هغوی پر جنرالانو سختې نیوکې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، که دا بې کفایته جنرالان او د امریکا د پوځ مشران و، امریکا به نور هم په نړۍ کې سپکه کړي.

ټرمپ زیاته کړې، چې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د دې پر ځای چې په افغانستان او هلته د امریکايي ځواکونو پر وضعیت تمرکز کړی وای، په تلوېزیوني مرکو کې به ناست و او له ځانه یې تلوېزیوني ستوری جوړاوه.

نوموړي ویلي، داسې شهرت غوښتونکي جنرالان به امریکا نوره هم په نړیواله کچه بې عزته کړي.

د امریکا مخکني ولسمشر ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د امریکایي پوځ د ناکامۍ او د دیارلسو امریکایي سرتېرو د وژلو اصلي مسوولین همدا بې کفایته جنرالان او د امریکايي پوځ مشران دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم ټرمپ ویلي وو بایډن د ده پر جوړه شوې تګلاره عمل و نه کړ او امریکایي جنرالان د سرتېرو د وتلو ماموریت په منظمولو کې ناکام وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي