۰
ټرمپ:

له افغانستانه د امریکا تېښتې روسیه زړوره او بایډن امریکا ذلیله کړه

یکشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۲
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا پر ولسمشر جوبایډن سختې نیوکې کړې وايي، د افغانستان په اړه د بایډن بې کفایتۍ امریکا نړۍ ته ذلیله کړه.
له افغانستانه د امریکا تېښتې روسیه زړوره او بایډن امریکا ذلیله کړه
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا پر ولسمشر جوبایډن سختې نیوکې کړې وايي، د افغانستان په اړه د بایډن بې کفایتۍ امریکا نړۍ ته ذلیله کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ زیاته کړې، چې بایډن نه یوازې امریکا ذلیله کړه، بلکې له افغانستانه د امریکا په تېښتې سره روسیه زړه وره شوې ده.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي«د بایډن کمزورې ادارې او بې کفایتۍ امریکا نړۍ ته ذلیله کړې ده.»

ټرمپ ټینګار کړي، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د تېښتې بڼه چین او روسیې په خلاصو سترګو کتله او دا یې ولیدله چې امریکا په څومره ذلالت او بې کفایتۍ له افغانستان پښې سپکولې.

دی زیاتوي، همدې مسایلو روسیې ته دا جرات ورکړی چې نن د مذاکراتو پر ځای د زور له لارې د اوکراین مسئله حلول غواړي.

ټرمپ په نړۍ کې د روان وضعیت ټول مسوولیت پر بایډن اچوي او دا ادعا هم کوي چې د ده د بې کفایتۍ له امله په افغانستان کې د اتیا میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات پاتې دي.

د امریکا مخکني ولسمشر ټینګار کړی چې که دی په سپینه ماڼۍ کې وی امریکا به دومره نه وه سپکه شوې لکه اوس چې سپکېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي