۰

ټرمپ: ټولې نړۍ په افغانستان کې زموږ حماقتونه ولیدل

پنجشنبه ۱۹ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۹
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا له شرمه ډکې ماتې، ایران، چین، شمالي کوریا او روسیه زړور کړل.
ټرمپ: ټولې نړۍ په افغانستان کې زموږ حماقتونه ولیدل
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا له شرمه ډکې ماتې، ایران، چین، شمالي کوریا او روسیه زړور کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په تازه مرکه کې زیاته کړې، چې ټولې نړۍ په افغانستان کې د امریکا حماقتونه ولیدل.

ده ویلي«ټولې نړۍ موږ ته کتل چې په افغانستان کې مو څه حماقتونه وکړل.»

ټرمپ زیاته کړې،هغه تېروتنې چې امریکا په افغانستان کې وکړې ټولې نړۍ ولیدلې او دا خو واضح خبره ده چې زموږ کمزوري او تېښته یې ولیدله.

ده ویلي، نن چې په اوکراین کې کوم وضعیت رامنځ ته شوی زمینه یې میاشتې مخکې بایډن په افغانستان کې برابره کړه او روسیې ته یې روحیه ورکړه.

د امریکا دغه مخکني ولسمشر تمه ښوودلې چې روسیه له سختو بندیزونو سره مخ شي او دغه هېواد له اوکراین وتلو ته اړ کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي