۰

ننګرهار کې یو صراف له انسان تښتوونکو ژوغورل شوی

دوشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۱
سمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې يو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
ننګرهار کې یو صراف له انسان تښتوونکو ژوغورل شوی
سمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې يو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار ګډ امنیتي کمیسیون، د دفاع، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار په مرکز د شیخ مصري په سیمه کې د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په بهیر کې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

سرچينه زیاتوي په دې عملیاتو کې دوه هایلکس موټرونه، دوه تومانچې ،۴چره یې ټوپک او یو دوربین امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

د يادونې وړ ده چې په جلال اباد ښار کې تېره اونۍ هم ۵ انسان تښوونکي له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي