۰
یونیسیف:

افغانستان کې د نوزېږدو ماشونو مړینه زیاته ده/ په ۲۵ کې یو تن مري

سی شنبه ۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۵
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ماشومانو اداره (یونیسیف) وايي، په افغانستان کې د نوزېږدو ماشومانو د مړینې کچه لوړه ده.
افغانستان کې د نوزېږدو ماشونو  مړینه زیاته ده/ په ۲۵ کې یو تن مري
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ماشومانو اداره (یونیسیف) وايي، په افغانستان کې د نوزېږدو ماشومانو د مړینې کچه لوړه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن سه شنبې د (د کب اوله) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې له هرو ۲۵ نوزېږدو ماشومانو یو یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په کابل کې د دغې ادارې په خبرپانه کې زیاته کړې، چې افغانستان لا هم د هغو هیوادونو په ډله کې شامل دی، چې په کې د نوزیږدو ماشومانو د مړینې کچه ډیره لوړه ده.

په دغه راپور کې راغلي، د ټولو بېوزلو هېوادونو کې، د نوي زېږدو ماشومانو مړینه د خطر تر کچې لوړه پاتې ده خو پاکستان، افغانستان او مرکزي افریقا جمهوریت کې نوي زېږدي ماشومان له تر ټولو ناوړه حالت سره مخ دي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې په هرو ۲۵ نوزېږدو ماشومانو کې یو تن، په پاکستان کې په هر ۲۲ ماشومانو کې یو تن، په سومالیا کې په هر ۲۶ کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې پر مختلولو هېوادونو کې دا اندازه ډېره کمه ده.

د دغه ادارې د معلوماتو پر اساس په اکثرو اوروپايي هېوادونو کې د۱۰۰۰ او ۶۶۷ترمنځ په نوي زیږدو ماشومانو کې د مړینې کچه یو تن اټکل شوې ده خو په جاپان کې بیا په هرو ۱۱۱۱ نوي زیږدو ماشومانو کې یو یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یونیسیف اجرائیه رئیسې هینریټا اېچ فور وايي، که څه هم د دغو مړینو زیات شمیر یې د مخنیوي وړ دي، خو زیاتوي، چې مونږ د نړۍ تر ټولو بېوزله ماشومانو ته د لاس رسۍ په برخه کې له ناکامۍ سره مخ یو.

په راپور کې ویل شوی، چې د ماشومانو لپاره د خوندي ځایونو پرتله په په فقیرو هیوادونو کې د نوي زیږدو ماشومانو د مړینې کچه پنځوس ځله زیاته ده.

دغه راپور زیاتوي، چې په نوزیږدو ماشومانو کې له ۸۰ سلنه څخه زیاتې مړینې له وخت څخه دمخه زیږون پر مهال د پیچلتیاوو یا د نمونیا په څیر د ناروغیو له امله پیښږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي