سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یو قوماندان په جوزجان ولایت کې د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د جوزجان ولایت د باشیکو په دښته کې رامنځ ته شوې ده.
د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني ویلي، عبدالجلیل چې د جنرال دوستم قوماندان و، پرون مازیګر مهال د ګزمې له پاره یادې دښتې ته تللی و، چې د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی.
نوموړي زیاته کړې، چې له قوماندان عبدالجلیل سره د هغه موټر چلوونکی هم د طالبانو له خوا وژل شوی او موټر یې سوځول شوی دی.
جلیل قوماندان په «جلیل کور» مشهور و چې د جنرال دوستم قوماندان و او اوس وختیې په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونونو په لیکو کې فعالیت کاوه.
جمهورخبري آژانس:کابل