د سولې عالي شورا مشر عبدالکریم خلیلي وايي، راتلونکی کال به په هېواد کې د سولې، ثبات او جګړې د پای ته رسېدو له پاره کوټلي ګامونه واخستل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلي دغه څرګندونې نن چهار شنبې د کب ۲۳ مه په ارګ کې د عبدالعلي مزار د شهادات د ۲۳ تلین په لمانځ غونډه کې وکړې.
نوموړي و ویل، چې په افغانستان کې د امن، ثبات پرمختګ او ښه ژوند د رامنځ ته کېدو او جګړې د پای ته رسېدو له پاره یوازینې لار د سولې خبرې دي.
د هغه په وینا راتلونکی کال به د سولې او ثبات له پاره کوټلي ګامونه واخستل شي، تر څو په افغانستان کې دغه روان ناورین پای ته ورسېږي.
خلیلي راتلونکی کال د افغانانو او افغانستان له پاره له هیلو ډک وباله او ویې ویل چې په دغه کال کې د سولې د راتګ له پاره هیلې ډېرې دي.
د خلیلي په وینا د سولې عالي شورا د جګړو د له منځه وړلو او سولې د راتګ لپاره عملي او منظم پلانونه لري او پر مټ به یې راتلونکی کال په هېواد کې د جګړو لمن ټوله کړل شي.
د سولې عالي شورا مشر له حکومت وغوښتل چې په هېواد کې د جګړو د پای ته رسولو، سولې او عدالت د تامین لپاره د سولې عالي شورا له طرحو او وړاندیزونو ملاتړ وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل