د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي وايي، هغه شرایط چې پاکستان پر افغان صادراتي محصولاتو وضع کړي سخت او ملا ماتونکي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې خونې چارواکو له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د دغه ستونزې د حل له پاره د پاکستان سره خبرې وکړي او یا هم ورته عمل تر سره کړي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي نن دوشنبې د وري ۲۵ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، پاکستان چې د افغان صادراتو په تړاو کوم شرایط وضع کړي افغان سوداګر یې تر وده نه شي وتلی.
د هغه په وینا پاکستان په دې وروستیو کې د کیفیت د تضمین یا PRA تر نامه لاندې داسې شرایط اېښي، چې نه یوازې د افغانستان بلکې د آسیا له اوسنیو او عیني شرایطو سره سر نخوري.
نوموړي اندېښنه وښوده، چې د پاکستان دغه شرایط به افغان سوداګرو ته ګڼ زیاتونه واړوي او له افغان حکومت نه یې جدي غوښتنه وکړه، چې له پاکستان سره دغه ستونز حل کړي.
هغه و ویل، پاکستان دا ګام پر داسې مهال اخلي، چې افغانستان ته د دوی پر صادراتو هېڅ داسې کوم سخت شرط نه دی وضعه شوی، چې هغوی ته ستونزې جوړې کړي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي، افغانستان دا مهال یو میلیون او دوه سوره زره ټنه محصولات بهر ته لېږدوي، چې تر ۹۰ سلنه زیات یې د پاکستان بازارونو ته ځي.
نوموړي یو ځل بیا پر افغان سوداګرو د پاکستان وضع شوي شرایط ملا ماتونکي و بلل او له حکومته یې د دغه ستونزې د نه حل په صورت کې پر پاکستاني محصولاتو د ورته شرایطو وضع کول وغوښتل.
جمهورخبري آژانس:کابل