سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو په غور ولایت کې پر یوه مسافر وړونکي موټر ډزې کړې، چې په نتیجه کې یې ۱۰ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار سه شنبې د وري ۲۸ مه د غور ولایت د مرکز فیروز کوه په بره خانه سیمه کې د غور – هرات پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.
د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي وايي، ناپېژانده وسله والو په یاده سیمه کې د مسافرو یو پلانکوچ ډوله موټر لومړی درولی او وروسته یې ډزې پرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې. په دغه پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي، چې ټول هزاره توکمه دي.
د غور د ولایتي شورا یوه غړي عبدالحمید ناطقي بیا ویلي، چې په دغه پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:غور