د غزني ولایتي شورا غړي وايي، وسله والو طالبانو په تېرو څو ساعتونو کې له دغه ولایت دوه ښځینه پولیسې تښتولې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولایتی شورا یو تن غړي بصیر احمد فقیري رسنیو ته ویلي، چې طالبانو دغه ښځینه پولیسې تر تښتولو وروسته د ناغي سیمې ته بېولې دي.
هغه ادعا کړې، چې د غزني ولایت امنیه قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی او په وینا یې که پر وخت اقدام ونه شي، طالبان به هغوی و وژني.
د غزني امنیتي چارواکو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني