افغانستان کې د ناټو ملکي استازى کرنو ليوز زميرمان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ ستایلې او وایي، د دوی د سرښندنو او قربانيو له امله به په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زميرمان تېره ورځ شنبې د غويي ۲۲ مه کابل کې افغان سرتېرو د غوراوي سياليو د پيل پر مهال، ویلي، چې دغو ځواکونو د خپل هېواد او ولس سولې او ثبات لپاره سختۍ ګاللي او سخت ټپي شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د همدې ټپي افغان سرتېرو د قربانيو له امله نن سلګونه زره افغان ماشومان ښوونځيو ته ځي او ښځو خپل حقوق ترلاسه کړي دي.
ده ویلي، چې د افغان ځواکونو د قربانيو له امله افغانانو په تېرو ټاکنو کې برخه اخيستې ده او د دغو ځواکونو د قربانيو په پايله کې به په راتلونکو ټاکنو کې هم ونډه واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل