ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د کړي تړون له مخې تصمیم نیول شوی، چې د یاد ګوند ۲۶۹ زندانیان له بنده خوشي شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تصمیم تېره ورځ د غبرګولي ۱۵ مه د ولسمشر غني په مشرۍ د امنیت شورا په غونډه کې نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امنیت په شورا کې د حزب اسلامي د ۲۶۹ بندیانو د خوشید کېدو پر سر چې د اړونده ارګانونو له خوا یې دوسیې په هر اړخیز ډول څېړل شوی خبرې وشوې او د هغوی د خوشي کولو پرېکړه وشوه.
ارګ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل