افغان سرحدي ځواکونه وايي، د پاکستان طالبانو د مشر ملا فضل الله تر وژل کېدو وروسته پاکستاني طالبانو د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ډېر کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل وايي، له کله چې ملا فضل الله د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي، له کرښې پورې غاړې پاکستاني طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه زیات کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، شاوخوا ۱۵۰ طالبانو د پاکستاني پوځيانو د پوستو له نږدې سیمو پر افغان سرحدي پوستو بریدونه پیل کړل او غوښتل يي چې ځینې پوستې سقوط کړي.
د قوماندان حسین خیل په وینا پاکستاني طالبانو د ننګرهار ولایت د مومندري ولسوالۍ اړوند د خورۍ په سیمه کې پر افغان پوستو بریدونه کړي.
هغه وايي، په دغه برید کې د پاکستاني طالبانو ځینې مهم مشران هم شامل وو چې د افغان ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
په ورته وخت د کندهار امنیتي مسؤولینو هم ویلي، پاکستاني طالبان چې سپکې او درنې وسلې ورسره دي د ډیورنډ کرښې ته څیرمه پر افغان امنیتي پوستو بریدونه کوي.
د کندهار د امنیتي چارواکو په وینا له دغو بریدونو وروسته یې تدابیر جدي کړي او افغان ځواکونه د شپې مهال په سرحدي سیمو کې ګزمې کوي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار