ملي دفاع وزارت وایي، اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې تر ۶۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزرات نن دوشنبې د چنګاښ ۱۱ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د اروزګان مرکز ترینکوټ، خاص اروزګان او چورې ولسوالیو کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۳۵ وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروزګان مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د عملیاتو پر مهال بیا ۲۰ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
ملي دفاع وزارت په دغه عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو د ځینو پتڼځایونو او یوه اندازه وسلې او مهماتو له منځه وړلو خبر هم ورکوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل