سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فراه کې د دغه ولایت د ګلستان ولسوالۍ له پاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ۲۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فراه د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمبر محب الله محب ویلي افغان ځواکونو د فراه په ګلستان، پرچمن او خاک سفید ولسوالیو کې عملیات کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په ګلستان او پرچمن ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د فراه د امنیت د امر په وینا په وژل شویو کسانو کې یو هم د ګلستان ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي عباس هم شامل دی.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې په خاک سفید ولسوالۍ کې بیا د طالبانو په یوه غونډه هوايي برید شوی، چې په ترڅ کې یې ۷ طالبان ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فراه