په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په قندوز ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰ فرقې رییس ارکان سید قربان موسوي ویلي افغان ځواکونو د قندوز په دشت ارچي او چهار درې ولسوالیو کې هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغان پوځ A 29الوتکو د قندزو په دشت ارچي کې د طالبانو پر پټنځایونه هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۳ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یوه مهم پټنځایونه او یوه مرکزي قرارګاه له منځه وړل شوې او ۲ کړۍ بوشکه يي ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
دغه راز موسوي ویلي، چې د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو او د ملي امنیت ۰۹ قطعې په چهار درې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ وسله وال طالبان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.
د ۲۰ فرقې رییس ارکان وايي، په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ۱۶ کړۍ ماینونه شنډ کړای شوي دي.
هغه وايي، دغه راز په دې عملیاتو کې ۱۱ کلي هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:قندوز