ازبک چارواکي وایي، په پام کې ده، چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان تر منځ یو ګډ کمېسیون جوړ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ازبک چارواکو په وینا دغه کمېسیون په سیمه کې د اقتصادي او بنسټیزو پروژو د ملاتړ او همکارۍ له پاره جوړېږي.
دغه څرګندونې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف بروکسل کې د افغانستان د مسایلو څېړلو په یوه غونډه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې ازبکستان، افغانستان او پاکستان کولای شي، په سیمه کې د اقتصادي او بنسټیزه پروژو د ملاتړ او همکارۍ یو ګډ کمېسیون رامنځ ته کړي.
د هغه په وینا دغه کمېسیون به د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه والي او دغه راز د زرګونه کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو په برخه کې اغېزمن تمام شي.
د افغانستان له پاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ایرګاشیف وايي، ازبک پلاوی د دغه طرحو په اړه د پاکستان د نوي حکومت له چارواکو سره هم خبرې اترې کړې دي.
عصمت الله ایرګاشیف وايي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د دې ګډ کمېسیون او د اقتصادي او بنسټیزو پرو څخه هرکلیکړی دی.
باید و ویل شي، چې افغان او پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
جمهورخبري آژانس:کابل