ملي دفاع وزارت وایي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه بله خبرپانه کې ویلي، دغه عملیات پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۱ مه د غزني په قرباغ او اندړو ولسوالۍ کې تر سره شوي دی.
دفاع وزارت زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د یوه سیمه ییز قوماندان عبدالااحمد په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور نیول شوي دی.
سرچینه زیاتوي، چې دغه عملیاتو کې د وسله والو یو عراده موټر سایکل او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت وړمه ورځ هم د غزنی په واغذ ولسوالۍ کې د ۵۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل