نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، چې دې دغه ټاکنو ځنډ د سولې له خبرو سره اړیکه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې زیاته کړې، امریکا غواړي له طالبانو سره تر ټاکنو مخکې یوې پایلې ته ورسېږي نو له همدې امله ښايي ټاکنې ځنډول شوې وي.
خو د ځینو سیاسي ګونونو لوړ پوړو کسانو بیا ورځپاڼې ته ویلي، چې د ټاکنو د ځنډ یو لامل د کمېسیون بې نظمي او بل د سولې خبرې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي هم وايي ښايي د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې وځنډېږي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د ټاکنو ځنډېل حتمي دي، خو دا چې څومره به وځنډول شي په دې اړه خبرې روانې دي.
ویل کېږي، ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو په اړه له حکومت، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې سره هم خبرې اترې پيل کړي دي.
بل خوا ځینې سرچینې وايي، ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنې ۳ میاشتې ځنډولې او دغه ټاکنې به د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري د ۳۱ مې نېټې پر ځای په چنګاښ میاشت کې تر سره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل