د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح په تازه سپارښتونو کې د دې وزارت ټولو منسوبینو ته خبردارۍ ورکړی، چې افغان سولې او د حکومت د بهرني سیاست په اړه له نظر ورکولو او تبصرې ډډه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت پر فسبوک پاڼه په خپرو شویو معلوماتو کې ښاغلي صالح ویلي د سولې په اړه خبرې کول د دولت صلاحیت دی نه د امنیتي ځواکونو.
د هغه په وینا د پولیسو صلاحیتونه مشخص دي دا ډول بحثونه د کورنیو چارو وزارت پر جوړښت، اهدافو او پراختیايي پروګرامونو باندې هېڅ تاثیر نه کوي.
دغه راز د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان د بهرني سیاست په اړه بحثونه هم د کورنیو چارو وزارت له صلاحیتونو څخه نه دي.
په دې معلوماتو کې ویل شوي«د کورنیو چارو وزارت ټولو پولیسو او منسوبینو ته لارښوونه شوې چې د افغانستان د بهرني سیاست په اړه د نظر له څرګندولو څخه ډډه وکړي، د افغانستان د بهرني سیاست په اړه بحثونه کول د کورنیو چارو وزارت له صلاحیتونو څخه نه دي.»
باید و ویل شي، چې د کورنیو چارو وزیر تر دې وړاندې هم د یاد وزارت له ټولو ملکي او نظامي منسوبینو غوښتي وو چې سفارتونو ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي، او که چېرته کوم کس دغه کار وکړي نو د جاسوسۍ شک به پرې وشي او جدي قانوني چلند به ورسره وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل