د افغانستان د ملي امنیت شورا کابل کې د تېرې شپې موټر بم برید په کلکو ټکو غندلی او وايي افغان حکومت به د دغه ډول ترهګرو بریدونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه د سلاکار حمد الله محب له قوله وايي، حکومت د افغان سولې په اړه د سیمې د هېوادونو اجماع پیاوړې کولو په هڅه کې دي، خو ترهګر په خونړیو فعالیتونو او ترهګریزو بریدونو غواړي دغه هڅې سبوتاژ کړي.
ښاغلي محب په دغه خبرپاڼه کې ویل افغان حکومت د هر هغه برید غچ اخلي چې ملکي افغانانو او یا هم افغان پوځیانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار کړی، افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو افغان پوځیان د هغو کسانو ځپلو ته ادامه ورکوي چې د سولې مخالف دي او ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.
باید و ویل شي، چې د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې د ګرین وېلېج کمپ کې موټر بم برید څلور تنه وژلي او ۱۱۳ نور ټپیان شوي، چې ۲۴ په کې ماشومان او ۱۴ مېرمنې دي.
د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او په کې یې د ګڼو کورنیو او بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل