۰
د هند د بهرنیو چارو وزارت:

پاکستان کې مو د جیش محمد ستر مرکز له منځه وړی دی

سی شنبه ۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۲
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، هندي هوايي ځواک د پاکستان خاوره کې د جیش محمد وسله والې ډلې تر ټولو لوی مرکز له منځه وړی دی.
پاکستان کې مو د جیش محمد ستر مرکز له منځه وړی دی
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، هندي هوايي ځواک د پاکستان خاوره کې د جیش محمد وسله والې ډلې تر ټولو لوی مرکز له منځه وړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي چارواکي وايي، وار وار یې پکستان ته باوري استخباراتي معلومات ور کړل چې ترهګر دا ځمکه کاروي.

خو په وینا یې اسلام اباد د دې پر وړاندې کوم غبرګون نه ښوده، ځکه نوي ډېلي پرېکړه وکړه چې د ممکنه بریدونو د مخنیوي لپاره د جیش محمد پرضد بریدونه اړین دي.

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویجې ګوکلې نن سه شنبې په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې د استخباراتي معلوماتو له مخې یې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد تر ټولو ستر مرکز په نښه کړی دی.

ښاغلی ګوکلې وايي، هند ته د پېښ ممکنه خطر له امله یې دا برید کړی او برید د ځنګل پوښلي غره په یوه څوکه کې پر یو مرکز شوی چې له ولسي خلکو لېرې و.

د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي، بالاکوټ کې دا مرکز د جیش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر اوښي او په استاد غوري مشهور مولانا یوسف اظهر چلاوه.

د اې اېن ای په نوم د هند هوایي ځواک اژانس وايي، هندۍ معراج الوتکې پاکستان سره له کنټرول کرښې اوښتې دي او د ترهګرو لوی مرکز یې له منځه وړی دی.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي نن د دفاع او مالیې وزیرانو سره یو ځای په یوه خبري غونډه کې د هند دغه برید وغانده او ویې ویل پاکستان هېڅ کله هم نه غواړي، چې وضعیت ترینګلی کړي.

قریشي په اسلام آباد کې خبري غونډې ته و ویل، وضعیت نازک دی او دی نه غواړي چې داسې څه ووایي چې ورسره وضعیت نور هم خراب شي.

د پاکستان حکومت له برتانیا نه هم غوښتنه کړې چې له خپل نفوذ نه په ګټې د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو کې رول ولوبوي.

قریشي وايي په دې اړه یې له عربي او یو شمېر نورو هېوادونو سره هم اړیکې نیولې، چې دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

د هغه په وینا د هند له برید وروسته پاکستان هم د برید حق لري او دا برید به په مناسب وخت او ځای ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي